برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې لومړی ځای نیولی چې بشري وضعیت یې خراب دی

آریانانیوز: د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان د بشري وضعیت له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد بللی دی.


د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته افغانستان د بشري وضعیت له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد بللی دی.

ایتوپیا، چې په کورنۍ جګړه کې ښکیل دی، د لیست په دویم ځای کې دی. یمن چې د سختې کورنۍ جګړې په اوومه کال کې دی، دریم ځای لري.

نایجریا، سویلي سوډان، کانګو، میانمار، سومالیا، سوریه او سوډان په ترتیب سره په لیست کې دي. د آي آرسي د لیست له مخې، تمه کیږي چې په دې هیوادونو کې بشري بحران راتلونکی کال نور هم خراب شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي