برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان ته د لاجوردو له لاری داروپا لومړی تجارتي کاروان رسېدا

آریانانیوز: افغان چارواکي وايي د لاجوردو پر تجارتي دهلیز په غوړیو، درملو او د لمریزې برېښنا په تولیدي بتریو بار لومړی کاروان هرات ته ورسېده.


دا مالونه په هغو پنځو لاریو کې بار وو چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې له افغانستان څخه یې د افغان سوداګرو مالونه ترکیې ته ولېږدول.
افغان چارواکي وايي په کاروان کې د ځینو اروپايي هېوادونو څخه اخیستل شوي تجارتي مالونه بار وو چې د ترکیې، ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان نه تر تېرېدو وروسته د دوشنبې په ورځ (فبرورۍ ١٨) افغانستان ته ورسېده.
د افغانستان یو شمېر سوداګر وایي د لاجوردو تجارتي دهلیز د افغانستان د تجارت په غوړېدو او نړۍ سره د دغه هېواد په نښلولو کې ډېره مرسته کوي.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د دغه کاروان هرکلي ته ورغلی و. هغه وویل چې دا د افغان حکومت د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چې غواړي افغانستان پر ځینو مشخصو هېوادونو او ګاونډیانو باندې له تکیه کېدو او تجارتي انحصار څخه وژغورل شي.
خو د کاروان ځینې موټروانان ادعا لري چې لا هم پر دغه لار یو شمېر ستونزې شته چې باید حل کړل شي. موټر چلوونکی عبدالرحمن رحمان وايي یوه ستونزه دا وه چې د موټرو پر نمبر پليټو د هېواد نوم نه و لیکل شوی چې په خبره یې په اروپايي هېوادونو کې نه پېژندل کېدل او د هغوی په سیستم کې هم نه شاملېدل.
بل موټروان غلام نبي وایي بله ستونزه د نورو هېوادونو د ویزو اخیستل وو. وايي هر هېواد ته به چې د افغانستان تجارتي کاروان داخل شو، د ویزو اخیستلو لپاره به څلور-پنځه ورځې تېرېدې.
افغان سوداګر نوید احمد وفا هم دا ستونزې مني او له افغان حکومت څخه غواړي چې دا ټول مشکلات حل کاندي. هغه وايي شک نشته چې د لاجوردو تجارتي دهلیز د افغانستان د سوداګرۍ لپاره لوی کار دی خو په خبره یې د اوس لپاره د سوداګرو لپاره ډېر ارزان نه پریوزي.
هغه مني چې نورې تجارتي لارې هم شته خو وايي د اوږد مهال لپاره دا لار افغانستان له تجارتي انزوا او انحصار څخه ژغوري.
شاوخوا دوې میاشتې مخکې له افغانستان څخه په ۱۸۰ ټنه وچو میو، پنبه او نورو توکو بار کاروان له هرات څخه ووت او د لاجورد پر اقتصادي دهلیز ترکیې ته ولاړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي