برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان او پاکستان دوه بندي سرتېري تبادله

د افغانستان او پاکستان سرحدي امنيتي مسوولينو د کندهار په سپين بولدک کې دوه، دوه سرتېري سره تبادله کړي دي.


د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان د سرحدي پوليسو د کميسارۍ مشر شريف غرزي د غبرګولي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني لوري يو سرتېری او يو نظامي محصل افغان چارواکو ته پرون سپارلي چې له اختر مخکې يې نيولي وو.
هغه زياته کړه، نظامي محصل د کابل په مارشال فهيم نظامي پوهنتون کې زده کړې کوي، چې کور يې په کوېټه کې دی او په رخصتۍ تللی و .
د غرزي په وينا، بل سرتېری په غلطۍ د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته اوښتی و، چې دواړه د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوي وو او تېره ورځ دوی ته وسپارل شول.
دی وايي، ټاکل شوې ده افغان لوری هم نن دوه پاکستاني پوليس مقابل لوري ته وسپاري چې د امنيتي ځواکونو له خوا څه موده مخکې نيول شوي وو.
بلخوا پاکستانيو رسنيو د ځايي مسوولينو له خولې راپور ورکړى چې سپارل شوي افغان سرتېري حيات الله او لطيف الله نومېږي.
سرچينې زياته کړې، دا کسان تېره مياشت د بلوچستان په پشين سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي وو او د ښه نيت په موخه سپارل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي