برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانان وړوکي اختر لمانځنه په خیر خیریت سره اداکړل

د کابل ښار اوسېدونکي د کابل د عيدګاه ، پل خشتي ، وزيرمحمد اکبرخان او د ښار په ټولو سيمو کې جوماتونو ته ولاړل او د کوچني اختر لمونځ يې اداکړ .
محمد اشرف غنى له يو شمېر مشرانو، د کابينې له يو شمېر غړيو او د ملي شورا له غړيو سره په ارګ کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
د زياتره جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې د فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .
ملا امامانو او عالمانو د اختر له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.په حاجى عبدالرحمن جومات کې د اختر له لمانځه وروسته يوتن لمونځ کوونکي حاجى عبدالمجيد پژواک اژانس ته وويل چې کاشکې داختر ددې ورځې په څېر هره ورځ داسې کراري واى.نوموړي په ټولو افغانانو غږ وکړ ، چې نور دې له هر ډول وژنو لاس واخلي او د نن په څېر دې يو بل ته د تل لپاره لاس ورکړي .
د افغانستان په نورو ښارونو لکه جلال آباد، کندهار، مزار شریف، کې هم د اختر لمونځ په خیر خیریت سره ترسره شو.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړى او تر اوسه د کومې ناوړې پېښې خبر نه دى ورکړل شوى.

شریک یي کړئ!