برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اشرف غنی بیا اسلام آباد ته ځي

آریانانیوز: دیوراپورله مخی ولسمشر محمد اشرف غني ویلی دی چې د روان جون په ۲۷ نېټه پاکستان ته ځي چې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې نوی باب پرانیزي.


افغان ولسمشر غني وویل چې د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان بلنه یې منلې ده.
دواړو مشرانو په سعودي عربستان کې د اسلامي همکارۍ موسسې د سرمشریزې په څنګ کې هم له یو بل سره کتنه کړی وه .
په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم اسلام اباد ته سفر وکړ.
سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې پاکستان ظاهراً له امریکا سره د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري پیل کړې خو د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کولو یې اغېز نه دی کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي