برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غني: ضوابط باید پر روابطو حاکم شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د تجارتي اتشو او د تدارکاتو ادارو نویو رئیسانو د معرفي او په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې د بدلون نویو برنامو د پرمختګ څرنګوالي او لاسته راوړنو او همدارنګه د کمېسیون د نوې ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.


په پيل کې جمهوررئیس غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له مشرتابه پلاوي سره په غونډه کې د دې کمېسیون او د “تغییر” په نامه نوې برنامې د لاسته راوړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوي په تېر یو کال کې د کمیسیون د لاسته راوړنو او د بدلون د نوې برنامې له هغې جملې د ادارو د اصلاح، په کمېسیون کې د اصلاحاتو، څارنې، ارزونې، د قوانینو او مقرراتو په کیفیت کې د اصلاحاتو، د ملکي کارمندانو د رزونې، پر نتایجو ولاړې د وړتیا لوړونې برنامې، د افغانستان او امریکا د همکاریو په تړون کې د ژمنې، په ملکي خدماتو کې د ټاکنو، شکایتونو ته د رسېدنې، د عامه پوهاوي او د عملیاتي فعالیتونو په اړه د هېواد جمهوررئیس ته مفصل راپور ورکړ.

جمهوررئیس غني د دغې طرحې د ستایلو تر څنګ د وګړ محوره اصلاحاتو، همدارنګه د ادارو په لګښتونو کې د موثریت او په اقتصادي پرمختیا کې د چټکو کړنو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

ورپسې د هېواد جمهوررئیس د پټۍپرې کولو سره د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې نوې ودانۍ پرانیسته او ورپسې یې په داسې حال کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادري یې ملتیا کوله د دغه بنسټ له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او بیا یې له نویو تجارتي اتشو او د بېلابېلو دولتي ادارو د تدارکاتو د نویو رئیسانو د پيژندنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس په تېر یو کال کې د دغه کمیسیون د لاسته راوړنو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل وې ویل، د افغانستان ادارې باید د ثبات عامل وي او دا کار یوازې د یوې بې طرفه، غیر سیاسي او کارنده ادارې له خوا چې په نتیجه ولاړه وي او په خلکو را وڅرخي تامینېدای شي.

نادري د جمهوررئیس له باوره په مننې وویل، موږ خپلې هڅې په دې موخه پیل کړې چې د افغانستان ادارې بې پرې وي او کړنې یې رڼې او په چلند او ګومارنو کې لیاقت په نظر کې ونیسي او د خدمتونو په وړاندې کولو کې په چټکۍ کار وکړي.

هغه وویل، د تجارتي اتشو ګومارنه په یو راڼه بهیر کې ترسره شوه او د لومړي ځل لپاره د اتشو په ټیم کې مېرمنې هم ګومارل شوې دي او د دغو اتشو ګومارنه د سیاسي ډالۍ په توګه نه بلکې دوی له هېواده بهر د افغانستان تکړه او کارنده مامورین دي.

همدارنګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس د ملي تدارکاتو د ادارې له مشرتابه څخه په دې خاطر مننه وکړه چې د تدارکاتي ادارو د اصلاحاتو زمینه یې ورته برابره کړه.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزیر همایون رسا وویل، د تجارتي اتشو پوستونو ته ۹۲۳تنو غوښتلیکونه ورکړي و، چې ۱۶۳تنه چې د اقتصاد، سوداګرۍ او مدیریت له څانګو فارغ او کافي تجربه یې درلوده په ازموینه کې شامل شول.

هغه زیاته کړه، له تجارتي اتشو څخه مې په لومړنۍ ناسته کې وغوښتل چې پنځو اصلونو ته توجه او کار وکړي، لکه د هېواد د صادراتو ودې او پراختیا او د افغاني توکو لپاره بازار موندنې برخه کې هڅه، په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پراختیا او وده کې برخه اخیستل، د خصوصي سکتور لپاره د سوداګريزو او ترانزیټي اسانتیاوو چمتو کول، په کوربه هېوادونو کې د افغانستان د حکومت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازیتوب، له خصوصي سکتور او اړوندو دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره د ښو اړیکو ساتل او د کوربه هېواد د ترانزیټي او اقتصادي فعالیتونو په اړه د معلوماتو راټولول او مرکز سره یې شریکول دي.

وروسته د نویو تجارتي اتشو په استازیتوب مېرمن صدف دشتي خبرې وکړې وې ویل: د لومړي ځل لپاره یو پست چې معمولاً سیاسي وو د سیالۍ په یوه پست بدل او د دې اجازه ورکړل شوه چې په هېواد کې په شرایطو برابر کسان یې په اړه سیالي وکړي.

هغې جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ، د سوداګریزو اتشو ټیم د افغانستان دولت او خلکوته ژمن دی او د یوه متعهد، باتجربه او تخصصي ټیم په توګه به کار وکړي او د صادراتو د پراختیا محور، په بهرنیو هېوادونو کې د بازارموندنې او په افغانستان کې پانګونې ته د هڅولو په برخو کې به خپلې دندې ترسره کړي.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، نن موږ په افغانستان کې د یوه فرهنګي بدلون شاهدان یوو او هغه ورځ ده چې موږ پکې پر اړیکو د ضوابطو بریالي کېدل ستایو.

جمهوررئیس نویو سوداګریزو اتشو ته په خطاب کې وویل: تاسې هر یو، یوه هېواد ته ځئ او د واحدملت او له جنګ څخه د وتلې منسجمې او محکمې ادارې په توګه د افغانستان استازیتوب کوئ.

هغه د نویو سوداګریزو اتشو ګمارنه لویه لاسته راوړنه او بریا وبلله وې ویل: یو کال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د احمدنادر نادري د مدبرانه او فعال مدیریت او د یاد کمېسیون د کمشنرانو په همکارۍ واضح لاسته راوړنې لرلې او د افغانستان ملت او ځوان نسل ته د دې بریا مبارکي وایم.

جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ ځوانان د زړه ماتوالي سره مخ وو، په تېر کې د استخدام پروسه د دې مانع ګرځېده چې د هغو له ظرفیتونو څخه د ملي پانګې په توګه استفاده وشي. هغه ټینګار وکړ: په هره اداره کې چې د استخدام پروسه مبهمه وي، هغه اداره د اصلاح وړ نه ده.

محمداشرف غني څرګنده کړه، دولت د خلکو د ارزوګانو د ترلاسه کولو وسیله ده او هغه دولت چې خدمات ونه لري دولت نه دی، بلکې د ثبات د نشتوالي او نه همغږۍ وسیله ده.

جمهوررئیس ټینګار وکړ چې عدالت، امانتداري او د بیت‎المال ساتنه زموږ ستر اسلامي ارزښتونه او له یوه افغان سره د بل افغان برابروالی زموږ د ټولنې بنیادي ارزښت دی.

د هېواد جمهوررئیس وویل: هغه هېواد چې واردات یې د صادراتو ۱۲ چنده وي، پایداره هېواد نشي کېدای. هغه زیاته کړه اصلي ټکی دا نه دی چې تاسې د دولت استازیتوب کوئ، بلکې ستاسې اصلي دنده داده چې د ملت استازیتوب کوئ.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: ستاسي بنیادي امتحان دا دی چې ستاسې خدمتونه څه ډول د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کوي. زموږ د ټولنې واضح اړتیا داده چې په هر مالي کال کې څومره واردات کم او څومره خپل صادرات زیاتوو.

محمداشرف غني دېته په اشارې چې د خلکو په دسترخوان کې هغه وخت تغییر راځي چې د بازار د مدیریت ډول په اساسي ډول بدلون ومومي، وویل: ستاسې دنده دا ده چې د سوداګرۍ د ودې په اړه لیدلوري، خنډونه، کمی او زیاتی سم تحلیل او فرصتونه په مشخص ډول وسنجول شي.

هغه زیاته کړه، سوداګرۍ وزارت ته مې لارښوونه دا ده چې د سوداګرۍ اتشو د ټولو مکتبونو د ځواب لپاره واضح چوکاټ ترتیب کړي او د اداري اصلاحاتو او ملکې خدمتونو خپلواک کمېسیون څخه غواړم چې دا بهیر په بهرنیو چارو وزارت کې هم تطبیق کړي. خلک باید پوه شي هغه څوک چې له دوی څخه استازیتوب کوي د یوې شفافې پروسې له لارې استخدام شوي دي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، په هره اندازه چې ضوابط په روابطو حاکم شي، په همغه اندازه ملي یووالی، د ملت او دولت او د خصوصي سکتور او ټولنې ترمنځ باور تامینېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي