برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غني د ځنګله رئیس

آریانانیوز: په ولسي جرګه کې وروسته له هغې د وکيلانو ترمنځ لفظي شخړو زور واخيست چې په ولسي جرګه کې د غزني استازي عارف رحماني اشرف غني ته د ځنګله د رئيس او افغانانو ته د حيواناتو خطاب وکړ.


د عارف رحماني په دې څرګندونو د ولسي جرګې وکيلان غبرګون وښوده او په تالار کې لفظي شخړو او شور زور واخيست.
عارف رحماني وويل چې ولسمشر پښتون او هزاره قومونه په خپل منځ کې په جنګ اخته کړي دي، داسې خلکو ته چې د ځنګل درئيس خطاب ونه شي نو څه ورته وويل شي؟
په دې اړه د ولسي جرګې وکيلانو خپل غبرګونونه وښودل او د رحماني دغه څرګندونې يې محمد اشرف غني او د افغانستان ولس ته سپکاوی وبللو او ويې ویل چې رحماني بايد له ولس نه بښنه وغواړي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو ښځينه استازې ميرمن نسيمه نيازۍ وويل چې رحماني د افغانستان ولس ته سپکاوی کړی او د ځناورو خطاب يې ورته کړی دی او زياتوي چې زه فکر کوم چې نوموړی به خپله د خره، سپي، پيشو او يا ګيدړ يو ذات ته مربوط کيږي.
ميرمن نيازۍ زیاته کړه چې د افغانستان ولسونه انسانان دی او له ځان څخه د دفاع حق لري او بايد چې رحماني له ټول ولس څخه بښنه وغواړي.
د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې په غونډو کې زيات وخت په بيلابيلو مسائلو ناندرۍ راپورته کیږي چې ځينې وخت په کې لفظي شخړې په فزيکې شخړو بدليږي او وکيلان يو بل له ګريوانونو نيسي او يا هم د اوبو په بوتلونو ګوزارونه کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي