برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غني د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال ته مډال ورکړ

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، اشرف غني دغه مډال تېر ماښام په ارګ کې د کرستوفر هاس پر سینه ور وټومبه.


له دې مډال سره د خپاره کړي فرمان یوه برخه کې راغلي، چې ارګ د هغه د دندې ستاینه کوي او په وینا يې دلته يې ګټورې چارې ترسره کړې دي.
کرېستوفر هاس هم د دې مډال له امله له محمد اشرف غني مننه کړې او ويلي يې دي، افغانان به تل په یاد لري.
غازي میر بچه خان په ۱۲۰۴ لمریز کال د میر درویش خان په کور کې د میربچه کوټ ولسوالۍ په بابه قشقار کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
هغه د انګریزانو په دویم یرغل کې له وتلیو مجاهدینو څخه و، چې په نوم يې دوه دولتي مډالونه هم جوړ شوي دي.
یاده دې وي د ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان سره هوايي بریدونه زور موندلی، چې د بهرنیانو د شمېرو له مخې یوازې د روان میلادي کال په لومړيو دریو میاشتو کې ۱۱۸۶ بمونه پر افغان خاوره غورځول شوي، چې دروند زیان يې ملکي وګړو ته رسېدلی.

شریک یي کړئ!