برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غني به په ولسمشرۍ ټاکنو کې له څلور کسیز ټکټ سره نوم لیکنه

آریانانیوز: د ولسمشر غني ټاکنیزه ډله هم بشپړه شوه او ټاکل شوې چې په راتلوونکو ولسمشیزو ټاکنو کې له درې هم ډلي ولري.


په حکومت کې یوه معتبره سرچینه د دې پخلی کوي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، امرالله صالح، د لومړي وزیر او سرور دانش اوسنی دویم مرستیال، د دویم مرستیال په توګه او د عامې روغتیا پخوانی وزیره ثریا دلیل د درېیم کس په توګه د ولسمشر غني په ټاکنیزه ډله کې دي.
د قانون پر بنسټ ولسمشر کولای شي یوازې دوه مرستیالان ولري. خو حنیف اتمر چې هغه هم نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه، په خپل ټاکنیز ټکټ کې عالم ساعي د درېیم کس په توګه معرفي کړ. هغه وايي د بریا په صورت کې اساسي قانون به تعدیل کړي او ښاغلی ساعي د ترک توکمو د استازي په توګه د هغه په ټاکنیزه ډله کې د درېیم مرستیال په توګه به معرفي شي. یونس قانوني د ښاغلي اتمر د لومړي او محمد محقق هم د دویم مرستیال په توګه د هغه په ټاکنیز ټکټ «سولې او اعتدال» کې دي.
شونې ده چې ولسمشر غني به په پام کې لري چې د بریا په صورت کې د اساسي قانون له تعدیل سره د درېیم مرستیال ځای ګی تعریف کړي.
ټاکل شوې چې د هېواد ولسمشرۍ ټاکنې، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹ نېټه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي