برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

احمدخان شيرپاو – هيله مندي پيدا شوې چې په افغانستان کې سوله راشي.

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر وايي چې په افغانستان کې جګړه د هېڅ هيواد په ګټه نه ده او پاکستان بايد د افغانستان د سولې په برخه کې اړينې همکارۍ ترسره کړي.


دغه څرګندونې د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزي په پاکستان کې د دغه هيواد د وطن قومي ګوند له مشر احمدخان شيرپاو سره د لېدنې پرمهال وکړې.
په دغه ليدنه کې داودزي د سولې د وروستيو بدلونو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په سيمه کې د سولې د راوستو لپاره ټول بايد همغږي وي.
وروسته شيرپاو هم همغږي مهمه وبلله او ويې ويل چې د سيمې په سياستونو کې تغير راغلى او هيله مندي پيدا شوې چې په افغانستان کې سوله راشي.
ده زياته کړه: ((سوله په افغانستان کې يوه اړتيا ده او مونږ ټول په پاکستان کې پر دې تاکيد کوو.))
په پاى کې داودزي وويل چې په افغانستان کې جګړه يو هيواد ته هم ګټه نه رسوي او په افغانستان کې سوله د سيمې په ګټه ده.
د يادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې د محمد عمر داودزي په مشرۍ د سولې شورا يو پلاوي پاکستان ته سفر کړى او تر اوسه يې له يو شمير پاکستاني مشرانو سره د سولې په تړاو ليدلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي