برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اجرائیه رئیس د پاکستان له لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبري وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کي د پاکستان د اسلامي جمهوریت له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره ولیدل.


په دې لیدنه کي د افغانستان پر سوله او امنیت، له تروریزم سره پر ګډه او صادقانه مبارزې، د افغان کډوالو پر ستونزو، د ډیورنډ پر دې غاړه د پاکستاني ځواکونو پر بریدونو او د دوو هیوادونو ترمنځ‌د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر وده باندي بحث وسو.

اجرائیه رئیس د پاکستان لومړي وزیر او ورسره پلاوي‌ته تر ښه راغلاست وروسته وویل، چي دا ډول لیدني د دواړو هیوادونو ترمنځ‌د ستونزو د حل او ګډو همکاریو لپاره زمینه مساعدوي.

هغه زیاته کړه، چي تروریزم نه یوازي په امنیتي لحاظ یو لوی خطر دی، بلکه د ګډو اقتصادي او تجارتي فرصتونو څخه د ګټي اخستني په برخه کي‌هم اساسي خنډ دی، او پر ضد ئې قاطع مبارزه پکار ده.

نوموړي وویل، چي په افغانستان کي د تاوتریخوالي کمښت کولای سي پر پاکستان د اعتماد فضا مساعده او د دواړو هیوادونو ترمنځ‌د اړیکو په مخکي تګ کي مرسته وکړي. هغه همداراز د افغان او پاکستاني علماؤ ترمنځ‌ د جنګ پر ضد د ګډي فتوا وړاندیز وکړی.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چي د ډیورنډ کرښي له هغې غاړي پر افغان سیمو هوايي او توپچي بریدونه د دوو هیوادونو ترمنځ‌اړیکي نوري هم پسي ترینګلي کوي او اړتیا ده، چي پاکستان ئې په مخنیوي کي کوټلي ګامونه پورته کړي.

اجرائیه رئیس د افغان سوداګرو ستونزو ته په اشارې سره وویل، چي د تجارت په برخه کي دي پاکستان د سختیو پر ځای اسانتیاوي رامنځ ته او د اقتصادي همکاریو ډېرېدا ته زمینه مساعده کړي.

هغه افغان کډوالو ته د پاکستان لخوا د نوي مهلت ورکړه وستایل، خو ټنګار ئې وکړ، چي د ټولو افغان کډوالو بیرته راستنېدنه باید د هغوی په خوښه، تدریجي او عزتمندانه وي.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وویل، چي د راتګ عمده هدف ئې په افغانستان کي سوله ده او هیواد ئې اماده دی،‌چي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي خبرو لپاره زمینه سازي وکي.

نوموړي وویل، دوی په دې فکر دي، چي سیمه ییزه نښلونه او اقتصادي اړیکي د امنیت په راتګ کي مهم رول لوبوي او دوی په همدې هدف هم د افغانستان د سولي او امنیت لپاره هڅي کوي.

هغه د ډیورنډ پر کرښه د تخطیو په اړه وویل، چي دوی دا ډول پالیسي نه لري او د وروستیو تخطیو په ارتباط به ښکاره د مخنیوي اقدامات کوي.

ښاغلي عباسي یادونه وکړه،‌ چي حکومت به ئې د تجارتي اړیکو د بهبود په نیت له دې وروسته له افغان اموالو څخه تنظیماتي مالیه نه اخلي او هیله لري، چي په افغانستان کي هم پاکستاني تجارو ته اسانتیاوي ډېري سي.

نوموړي په ننۍ لیدنه کي همداراز وویل، چي پاکستان د افغان کډوالو د بیا راستنېدني په برخه کي تر ټولو زیات د هغوی پر خوښه او با عزته راتګ باندي تمرکز کوي او دا ئې لومړیتوب ګڼلی دی.

هغه اجرائیه رئیس ته دعوت ورکړی، چي له پاکستاني څخه رسمي لیدنه وکړي څو د دواړو هیوادونو د اړیکو په بهبود کي مخته تګ وسي.

د نن په لیدنه کي همداراز د کابل پر پروسې، له نشه ئې توکو سره پر مبارزې او همداراز له اقلیمي تغیر سره پر مجادلې بحث وسو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي