برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اسد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یونیسف: په افغانستان کې ۱۳ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

یونیسف اعلان وکړ چې دا اداره به په افغانستان کې د ټولو ماشومانو ملاتړ ته ژمن وي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له یو کال څخه زیات وخت وروسته هم ۱۳ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف پرون په خپل ټویټر کې اعلان وکړ چې اداره به یې په افغانستان کې د ټولو ماشومانو ملاتړ ته ژمن وي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ!