برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 16 اکتبر , 2022 لنډ لینک :

چندرا آریا: طالبان باید په افغانستان کې د هزاره ګانو ساتنه وکړي

آریانانیوز: د کاناډا د پارلمان غړي چندرا آریا په کابل کې د کاج پر تعلیمي مرکز خونړي برید ته په اشارې سره د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې له طالبانو وغواړي چې په افغانستان کې د هزاره وو د خلکو ساتنه وکړي.


د کاناډا د پارلمان غړې چندرا آریا د بریتانیا د پارلمان د وروستي راپور په حواله ویلي چې په افغانستان کې هزاره توکم د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

نوموړی د جمعې په ورځ د کاناډا پارلمان ته په وینا کې وویل چې په تېر کال کې د افغانستان هزاره وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

آریا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې هزاره ګان له تبعیض سره مخ شوي او د اقتصادي، ټولنیزو او بشري حقونو له کړکېچ څخه اغېزمن شوي دي.

د کاناډا د پارلمان دغه غړي وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هزاره ټولنې غړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي او د کاناډا له حکومته یې غوښتي چې دغه بریدونه وغندي او له طالبانو یې وغواړي چې په افغانستان کې د هزاره وو د امنیت ساتنه وکړي.

د سنبلې په ۳۰مه د کابل په لوېدیځ کې د هزاره مېشتو په سیمه کې د کاج پر ښوونځي په برید کې ۶۰ زده کوونکي چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه