برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلیږي

د عامې روغتيا وزارت وايي، د ګوزڼ ناروغۍ له پلوه په لوړ خطر لرونکو سیمو کې سبا د پولیو ضد واکسین درېيم فرعي پړاو پلثږي چې په ترڅ کې یې له پنځو کلونو د کم عمره څه باندې ۶ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کثږي.


سرچينه کاږي، په روان زېږدیز کال کې دا درېيم فرعي کمپاین دی چې د تېرې میاشتې له سراسري لومړي کمپاین وروسته پلى کېږي.
په روان کال کې ټولټال ۶ فرعي او درې سرتاسري کمپاینونه پلان شوي چې له دغه کمپاین سره درې فرعي او یو سراسري کمپاینونه ترسره شول.
سرچينه زياتوي، دغه کمپاین د هېواد د ۲۳ ولایتونو په ۱۸۹ ولسوالیو کې پلى کېږي چې د کابل ښار په ګډون د سوېل ټول ولایتونه، د ختيځ ګڼ شمېر ولسوالۍ او همداراز د هېواد نورې هغه ولسوالۍ چې د دې ناروغۍ د سرایت له خطر سره مخ دي، تر پوښښ لاندې راځي.
د خبرپاڼې په حواله، د دغه کمپاین په بهیر کې نږدې ۵۰زره روغتیايي کار کوونکي به په خپلو سیمو کې کور په کور ګرځي، څو ماشومان واکسین کړي.
د دې اوونۍ د جمعې په ورځ (د وري ٢٤مه) د واکسین ټیمونه به هغو کورنیو ته بیا ورځي، کوم چې ماشومان یې د کمپاین په تېرو ورځو کې له واکسینولو څخه پاتې شوي وي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز له ټولو کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

شریک یي کړئ!