برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 26 ژوئن , 2019 لنډ لینک :

په بین الافغاني خبرو ټینګار

آریانانیوز: د ناټو عمومي منشي ‌ینس سټولټنبرګ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې، ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پیل شي.



‌ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.
د ناټو د خبرپاڼې پر بنسټ، ینس سټولټنبرګ له قریشي سره په خبرو کې وویل چې، پاکستان باید د افغانستان سولې بهیر کې رغنده رول ولوبوي ځکه چې، په وینا یې په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه دی.
د خبرپانې په ټکو، ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې، د ناټو غړي هېوادونه د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي.
‌همدارنګه ینس سټولټنبرګ وویل چې، د سولې له هوکړې وروسته به په افغانستان کې د ناټو سرتېرو دپاتې کېدو په اړه پرېکړه کیږي.
ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې، په افغانستان کې د ناټو سرتېرو پاتې کېدل د هوکړې تر محتوا پورې اړه لري او وینا یې دوی تر اوسه د سولې هوکړې محتوا نه ده لیدلې.
د نوموړي په خبره، د سولې هوکړې محتوا ته په کتو به په افغانستان کې د ناټو سرتېرو د شتون د څرنګوالي په اساس پرېکړه کیږي.

شریک یي کړئ!