آریانانیوز: د عامې روغتیا وزارت په ټول هیواد کې د کورونا ویروس 22 نوی قضیې ثبت کول اعلان کړل...
د وزارت په وینا ، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ، د کورونا ویروس ۱۸۱۴ شکمنې نمونې ازمول شوې دي.
د روغتیا وزارت وايي چې درې نور کسان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې روغ شوي دي.
د نویو پیښو په ثبتولو سره ، په هیواد کې د کورونا ویروس د اخته خلکو ټولټال شمیر ۵۵ زره او ۵۱۴ تنو ته رسیدلی.
د کوروناویروس مثبت پیښې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل (۴) ، هرات (۷) ، کندهار (۱) ، ننګرهار (۶) ، تخار (۱) ، کنړ (۱) ، فاریاب (۱) او پنجشیر (۱) کې ثبت شوې.
په هیواد کې د کورونا ویروس څخه د مړو شمیره ۲،۴۲۷ ته رسیدلې او د رغیدلي شمیر ۴۸،۳۹۵ ته رسیدلی.
په نړۍ کې تر ۱۰۸ ملیونه ۵۷۶ زره ډیر په دې ناروغۍ اخته شوي او له دوه ملیونه ۳۹۴ زره څخه ډیر مړه شوي دي.