برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په افغانستان کې د ملي دسترخوان برنامې د پیل وخت اعلان شو  

آریانانیوز: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ویاند په وینا ، د ملي دسترخوان  برنامه پلي کولو پروسه به په بله میاشت کې پیل شي .



د روان کال د سرطان (چنګاښ) په 28 ، حکومت د  244 ملیون ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ.

ملي دسترخوان به په دوه مرحلو کې پلې شي. په لومړي پړاو کې چې 34 ولایتونه ، 123 ولسوالۍ ، 12896 کلي او ټول 1.67 ملیونه کورنۍ پکې شامل دي. په لومړي پړاو کې به د ملي دسترخوان  ټول لګښت 86 ملیونه ډالرو ته ورسیږي او پدې مرحله کې خام توکي توزیع کیږي.

ملي دسترخوان دوهم پړاو به 34 ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي ، چې پکې به د 235 ولسوالیو ،   21842 کلي او 5.2 ملیونه کورنۍ شاملې وي . د دوهم پړاو لپاره بودیجه 815 ملیونه ډالر ده ، چې په دواړو مرحلو کې به د هیواد د نفوس 90 سلنه برخه تر پوښښ لاندې راولي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون آژند وویل: “ایا دا برنامه به پلې شي او که نه ، موږ څه نشو ویلای. ولسمشرۍ یا لومړی مرستیال باید تاسو ته ځواب ووايي ، مګر موږ د پلي کولو میکانیزم او د برنامې پلي کولو پروسې کار کوو او په بله میاشت کې  د  ملي دسترخوان برنامه پلي کولو پروسه به په عملي توګه په هیواد کې پیل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي