برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر آل سعود رژيم نیوکه

آریانانیوز: د پلازمینې کابل د ختیځ د جمعې امام پر افغان کډوالو د درنو مالیاتو د لګولو په وجه په آل سعود رژيم باندې نیوکه کړې ده.


د کابل د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات د جمعې امام د افغان کډوالو په وړاندې د عربستان په سیاست باندې په نیوکې سره وویل: د عربستان چارواکي سره له دې چې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالت خبر دي، په عربستان کښې پر میشتو افغان کډوالو ویې درانه ټیکسونه او مالیات لګولي دي.
هغه د آل سعود رژيم له مشرانو وغوښتل چې د دې سیاست د غوره کولو په لړ کښې بیا کتنه او غور وکړي ځکه چې د عربستان دا کار له اخلاقي او انساني نظره صحیح نه دی.
د کابل په ختیځ کښې د جمعې امام هم داشان د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د کډوالو د روانې وضعې په لړ کښې له عربستان سره خبرې او تفاهم وکړي څو د هغو کسانو کړاونه لږ کم شي چې په بې وزلۍ کښې ژوند تیروي

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي