برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ حوت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نظام الدین قیصاري له خپلو ملګرړ سره د پروان د پولیسو له خوا ونیول شو.

آریانانیوز: سالنګ ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمود بهلول وویل، قیصاري او ملګرو یې نن سهار د جنوبي سالنګ په اولنګ سیمه کې هغه مهال چې پولیسو غوښتل دی ونیسي پر پولیسو ډزې وکړې، خو وروسته ونیول شو.


د بهلول په وینا په دې نښته کې چاته زیان نه‌دی اوښتی.
نظام الدین قیصاري په فاریاب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم استازی دی چې درې میاشتې مخکې د ملي امنیت د ځواکونو له‌خوا په کابل کې نظر بند شو.
نوموړی په‌دې شرط له بنده خوشې شو چې له کابله به نه وځي.

شریک یي کړئ!