برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ حمل , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مالیې وزیر د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک (ADB) له رئیس سره وکتل

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د وري میاشتي په ۲۰مه نېټه د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس ښاغلي سمویل تومیوا، سره چې د افغانستان ریل پټلۍ ادارې لوی رئیس ښاغلي محمد یما شمس، هم شتون درلود وکتل.


دواړو لوریو د مزار – هرات د ریل پټلۍ په پروژې، د بنسټیزو پروژو په پلي کیدو، له افغانستان سره د یاد بانک د مرستو په اغیزمنتیا، د اسیا پراختیایې بانک په کلنۍ ناستې چې په نږدې راتلوونکې کې به جوړه شي، د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) ناستې ته په چمتووالي او په یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.

شریک یي کړئ!