برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ دلو , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له شپږو ورځو راهيسې د کابل – کندهار لار تړل

آریانانیوز: د غزني د مُقر ولسوالۍ اوسېدونکو له تېرو شپږو ورځو راهيسې د کابل-کندهار لويه لار تړلې او ټينګار کوي چې بايد ولسوالۍ يې پر ولايت بدله شي.


په دې وروستيو کې داسې اوازې خپرې شوي چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني ځينې ولسوالۍ پر ولايتونو بدلوي، نو له همدې امله د غزني د مقر اوسېدونکو له تېرو شپږو ورځو راهيسې د کابل-کندهار لويه لار تړلي او ټينګار کوي چې ولسوالۍ بايد پر ولايت بدله شي.
د اړوندې موضوع په اړه يو تن اعتراض کوونکي شهزاده عاصم د سلواغې په ٣٠مه وويل، که نفوس او مساحت ته وکتل شي نو مُقر ولسوالۍ د دې وړتيا لري چې پر ولايت بدله شي.
هغه وايي: ((په دې اعتراض کې له موږ سره د اب بند، ناوې، ګيلان، د جاغوريو او د پکتيکا د وازېخوا ولسواليو اوسېدونکي هم ګډون لري او د ټولو همدا غوښتنه ده چې مقر دې ولايت شي.))
دغه راز بل اعتراض کوونکي او قومي مشر روح الله پژواک ته وويل، هېڅ ډول ستونزه نه ليدل کيږي چې مقر دې پر ولايت بدل نه شي.
ده وويل: ((مُقر د اب بند، ناوې، ګيلان، د جاغوريو او د پکتيکا د وازېخوا ولسوالۍ مرکز دى او بل دا چې د کابل-کندهار سړک هم له دې ولسوالۍ څخه تېر شوى، نو په هېڅ صورت بايد زموږ حق ونه خوړل شي او ډېر ژر بايد دغه ولسوالۍ په ولايت بدله شي.))
ګڼ شمېر نورو اعتراض کوونکو هم همدا غوښتنه کوله او ويل يې چې که يې غوښتنه ونه منل شي د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ نه خلاصوي.
خو بل لورته ياد شوي اعتراض عام خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د نورالله احمدزي په نوم يو تن په سيمه کې پژواک ته وويل: ((دا دوه ورځې کيږي، دلته رسېدلى يم، بس ارامه يې درولي يو، په موټر کې ښځې هم راسره دي، بس خلک يې له لوى مشکل سره مخ کړي دي.))
په ورته وخت کې يو تن موټر چلوونکي سميع الله پژواک ته وويل چې په موټر کې يې مڼي او نورې ميوې بار کړي چې د خرابېدو په حال کې دي.
هغه وايي: ((دلته هوا ډېره سړه ده، ميوې ټولې يخ وهلې دي، دوى اجازه نه راکوي، ډېر غټ تاوان يې راته رسولى دى.))
يو شمېر نورو خلکو هم ورته څرګندنې وکړې او له اعتراض کوونکو يې غوښتنه وکړه چې لار خلاصه کړي او خپله موضوع دې له حکومت سره مطرح کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د مقر ولسوالۍ د خلکو غوښتنه د دوى له صلاحيته پورته خبره ده.
هغه زياته کړه: ((حکومتي مشران کولاى شي، په دې اړه تصميم ونيسي، دا زموږ صلاحيت نه دى.))
نوري وويل چې اعتراض د ټولو حق دى، خو خلکو ته بايد ستونزې جوړې نه شي.
د يادونې ده چې غزني ١٨ ولسوالۍ لري چې مقر، اندړ او جاغوري يې تر ټولو لويې دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي