برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 10 جولای , 2018 لنډ لینک :

طالبانو ۹ تنه بندي عسکر خوشي کړي

طالبانو د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کي ۹ تنه هغه عسکر له بنده ازاد کړي چي په وينا يې د مختلفو جګړو په مهال يې ژوندي نيولي وو.


طالب وياند قاري یوسف احمدي وايي ياد بندیان د دوی د مشرتابه د حکم په اساس خوشي شوي.
د کندهار ولايت دولتي چارواکو تر دې مهاله د خوشي شويو عسکرو اړوند څه نه دي رسنيز کړي.
طالبانو د خوشي شویو بنديانو نومونه په لاندي ډول ياد کړي:
۱ : عصمت الله ولد عبدالنافع د کندهار ښار د دوهمي ناحيې اوسېدونکی.
۲ : ضياءالحق ولد عبدالخليل د مزار شريف اوسېدونکی.
۳ : سرورجان ولد محمد اسماعيل د کندهار د ارغنداب اوسېدونکی.
۴ : امين الله ولد عبدالحق د خاص روزګان اوسېدونکی.
۵ : برات خان ولد دين محمد د کندهار د معروف اوسېدونکی.
۶ : ملتان ولد سلطان د ننګرهار د شيرزادو اوسېدونکی.
۷ : روزي خان ولد اشرف خان د ګردېز د سید کرم ولسوالۍ اوسېدونکی.
۸ : پروېز ولد دلاور د بګرام د محمد خيلو اوسېدونکی.
۹ : امين ولد اميرګل د کنړ د څوکۍ ولسوالۍ د سلېمانزو اوسېدونکی.

شریک یي کړئ!