برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 16 می , 2018 لنډ لینک :

روژه د پنجشنبې ورځ ده

دافغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د رمضان میاشت ونه لیدل شوه، ځکه نو روژه به د پنجشنبې په ورځ وي.


دافغانستان د سترې محکمې ددارالافتاء رییس مولوی صدیق الله مسلم د غویي په ۲۵مه، د شپې ناوخته د ملي تلویزیون له لارې اعلان وکړ، چې په دغه هیواد کې د روژې میاشت نه ده شوې.
هغه زیاته کړه، چې نن سبا به د شعبان د میاشتې ۳۰مه او د پنجشنبې ورځ چې د غویي د میاشتې ۲۷مې نیټې سره برابره ده، دروژې دمیاشتې لومړۍ نیټه به وی.
بلخوا په نورو عربي هیوادونو اردن، عمان، کویټ، بحرین، متحده عربي امارات او مالیزیا او اندونیزیا کې هم پنجشنبه روژه اعلان شوې ده.

شریک یي کړئ!
ټکي
[bws_google_captcha]