برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنج شنبه, ۲۳ جوزا , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د یو مسجد خطیب ترور شو

آریانانیوز: په ننګرهار کې سیمه ایز سرچینی خبر ورکوی چی د ننګرهار خیوای ولسوالی کې د یو مسجد خطیب ترور شو.



عطاالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند ویلی دی چی مولوی صفی الله حنیفی د خیوا ولسوالی قلعتک مسجد خطیب وو او نن سهار د ناپیژانده وسله والو له لوری په ډزو شهید شوی دی.
د ننګرهار والی ویاند وایی چی ددی قضیی په اړه څیړنې شروع شوی دی خو تراوسه ددی قتل انګیزه نه دی مشخص شوي.
په ننګرهار کې دینی علماوو ترور د څو مدی راهیسی ډير شوی او اندېښنې رامنځته کړی دی.

شریک یي کړئ!