برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 21 جولای , 2020 لنډ لینک :

د کونړ ولايت نوی والي وټاکل شو

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د دغې ادارې په وړانديز او د ولسمشر غني د ۹۴۷ شمېرې حکم په اساس، محمد اقبال سعيد د کنړ د نوي والي په توګه وټاکل شو
سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې پر خپل ټوېټر ليکلي، ښاغلی سعيد لوړې زده‌کړې او د کار پرېمانه تجربه لري
په خبرپاڼه کې دغه راز د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د کنړ له مخکېني والي عبدالستار ميرزکوال څخه په دغه ولايت کې د کار او خدمتونو له کبله مننه کړې او نوي والي ته يې له خدايه په ورسپارل شويو چارو کې د بريا غوښتنه کړې.

شریک یي کړئ!
ټکي