برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یوناما – د کنړ ولایت په هوایي بریدونو کې د ملکي اوښتو تلفاتو څیړنه کوي

آریانانیوز: یوناما پر ټوېټر لیکلي چې د کنړ په شلتن ولسوالۍ کې  دوی ته د هوایي بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو داسي راپورونه ور رسیدلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.


یوناما په دې  بیان کې زیاتوي چې د دوی د بشري حقونو ځانګړې ډله د دې رپوټونو په تړاو څېړنه ترسره کوي.
رپوټونه وایي چې د جمعې په شپه د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې هوایي بریدونه شوي دي او د دې رپوټونو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي تلفاتو خبرونه خپاره شوي دي.
د کونړ د ولایتي شورا غړي، عبدالطیف فضلي رسنیو ته ته ویلي چې په دې بریدونو کې ۲۰ ملګي وګړي وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ، د غوڅ ملاتړ ماموریتویاند بیا د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ناسم بولي او زیاتوي چې د افغان ځواکونو پهدغوعملیاتو کې چې امریکايي قوتونو یې هوايي ملاتړکاوه، تر ۴۰  زیات طالبان وژل شوي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځینو ملکي وګړو د ټپي خبر نه رد وي او علت یې دا بولي چې ګواکې وسله وال طالبان له ملکي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخلي.
د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه ډ سېپټمبر تر پایه، د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي حملو کې د ۳۱۳ کسانو د وژل کیدو او ۳۳۶  ملکي وګړو د ټپي کیدو خبر خپور کړی دی.
د یادونې وړ دی چې د نوومبر په ۲۸ مه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو  کې د ۳۰ ملکي وګړو د وژل کېدو خبرونه هم خپاره شوې وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي