برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 12 فوریه , 2019 لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وټاکل شو

آریانانیوز: مسعود انداربي د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.


معتبرو سرچینو رسنیو ته ویلي ښاغلی انداربي به ډېر ژر د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه کال پیل کړي.
مسعود اندرابي له څه وخت راهیسي په ملي امنیت ریاست کې کار کاوه، د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل تر استعفا وروسته ښاغلی انداربي د ملي امنیت ریاست سرپرست رئیس هم ټاکل شوی وو.
ښاغلي اندرابي دملي امینت ریاست اپراتیفي مشر او د دې ریاست د مرستیال په توګه دندې پرمخ بیولې دي.
د یادونې وړ دی چې د کورنیو چارو وزارت د امرالله صالح تر استعفا وروسته بې سرپرسته وو.

شریک یي کړئ!