آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «کوچه شوربازار» سیمه کې د افغان اهل هنود سکانو پر درمسال وسله وال برید کړی دی
دغه پېښه چهارشنبه سهار ۰۷:۴۵ رامنځته شوې ده او تر دی مهاله پکې د مرګ ژوبلې رامنځته کېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی
د کورنیو چارو وزارت طارق ارین وايي، افغان امنیتي ځواکونه د بریدګرو د له منځه وړلو لپاره سیمې ته رسېدلي دي . تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.