برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 24 دسامبر , 2018 لنډ لینک :

د ځواکونو کمېدو حکم مې نه دی ترلاسه کړی

آریانانیوز: په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ننګرهار ته په سفر کې وايي چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمېدو په اړه یې حکم نه دی ترلاسه کړی.



هغه همدارنګه وايي که چېرې ځواکونه کم شي، بیا هم له دغو ځواکونو سره کولای شي له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
جنرال سکاټ مېلر ننګرهار ته په سفر کې د دغه ولایت له والي او پوځي چارواکو سره لیدلي دي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې امریکايي ځواکونه به له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
ښاغلی مېلر همدارنګه وايي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي، ځکه چې د هغه بیه د افغانستان خلک ورکوي.
هغه څرګنده کړه:«په لومړي سره کې غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې ما کوم حکم نه دی ترلاسه کړی؛ هېڅ هم بدل شوي نه دي. نن د پرون په څېر دی او سبا به هم همداشان وي. خو که چېرې حکم ترلاسه کړم، اړینه ده چې پوه شئ. موږ لا هم له افغان ځواکونو سره یوو. که چېرې د ځواکونو کموالي ته هم مجبور وو بیا هم سم به وي. موږ به هغه کارونه ترسره کړای شو چې تاسې یې غواړئ»
مېلر دا څرګندوې په داسې حال کې کوي چې دوه ورځې وړاندې رسنیو رپوټ ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تصمیم لري چې له افغانستانه اوه زره امریکايي سرتېري بهر کړي.
امریکا متحده ایالات دم‎ګړۍ په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري چې افغان ځواکونو ته په مشورې او روزنې بوخت دي.
د رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې چې ټرمپ ډېر ژر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستو بهیر پیل کړي.

شریک یي کړئ!