برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 16 جولای , 2019 لنډ لینک :

د ولسمشرۍ د انتخاباتو بوديجه منظوره شوه

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې،د روان کال د تلې په شپږمه د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره خواوشا ۱۴۹ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.



د ټاکنو خپلواک کمېشن د نن ورځې ( چنګاښ۲۴) په خبرپاڼه کښې څرګنده کړه «کمېشن د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۶ مه رڼو،عادلانه او سراسري ټاکنو ترسره کیدو ته ژمن دے،له ښه بخته د جمهوري ریاست د ټاکنو د اړتیا وړ بودیجه منظور شوې او د کمیسیون رهبري په دې برخه کې له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه مننه کوي.»
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مالوماتو له مخې،له ۱۴۹ میلیونه ډالرو څخه ۹۰ میلیونه ډالر د افغانستان د حکومت له لوري او ۵۹ میلیونه ډالر د نړیوالې ټولنې له لوري برابريږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ټاکل شوي نيټه د انتخاباتو په ترسره کیدو او نه ترسره کېدو شکونه هماغسې شتون لري او د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو شمېر نامزدان د انتخاباتو په پروسه کښې د دولت د لاس وهنې په اړه اندیښنې څرګندوي .

شریک یي کړئ!