برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور ۳۸ کسان ونيول شول

آریانانیوز: د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې تېره مياشت يې د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور ۳۸ کسان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.


‎دوی زياتوي، په دې موده کې یې سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي او لسګونه میله وسلې هم نیولې دي.
‎د ننګرهار د امنیې قواماندانۍ د چارواکو په وینا، دغه وسلې او نشه يي توکي يې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کشفي راپورونو پر اساس نیولي دي.
‎بلخوا ننګرهار مېشتي ځايي چارواکي د نشه يي توکو او غير مسووله وسلو په مخنيوي کې پر پاتې راتلو تورنوي او وايي، په دې برخه کې د ژمنو مطابق کار نه دی شوی.
‎د‌ ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند فريدالله د لېندۍ په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، تېره يوه مياشت د دغه ولايت پوليسو د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق د مخنيوي لپاره ۳۲ بېلابېل عمليات ترسره کړي دي.
‎دی وايي، د يادو عملياتو پر مهال ۷۷۸ کيلوګرامه نشه يي توکي، ۹۲ ميله درنې او سپکې وسلې او څه باندې ۱۱زره مرمۍ نيولې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور ۳۸ کسان نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
‎د امنيې قوماندانۍ وياند دا هم وويل چې له يادو توکو سره ۲۲ موټر هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
‎بلخوا د ننګرهار اوسېدونکي او ولايتي شورا چارواکي د نشه يي توکو او غير قانوني وسلو په مخنيوي کې امنيتي مسوولين پر پاتې راتلو تورنوي او وايي، په دې برخه کې د ژمنو مطابق کار نه دی شوی.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم پژواک اژانس ته وويل چې په ډېرو ولسواليو کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کښت د پخوا په څېر روان دی، په ټولو سرحدي لارو د نشه يي توکو او وسلو قاچاق کېږي او په ښار کې هم په ښکاره ډول پلورل کېږي.
د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی اول داد پژواک ته وويل، د ښار هر ځای کې نشه يي توکي او په ځانګړې توګه پوډر په اسانه پیدا کېږي چې پر نشه د روږدو ځوانانو شمېر ورسره هم ډېر شوی دی.
دغه راز د ننګرهار ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ادريس ساپی هم وايي چې په دغه ولايت کې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
دی وايي، شاوخوا سل زره کسان په دغه ولايت کې پر نشو روږدي شوي خو د درملنې امکانات د لږو کسانو لپاره دي.
دی مني چې په ښکاره او اسانۍ سره په ښار کې د نشه يي توکو پيدا کېدل د دې لامل شوي چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورسره زيات شي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د ننګرهار ولايت چارواکو ډاډ ورکړی چې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره به له هرې ممکنه لارې کار اخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي