برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 8 آوریل , 2019 لنډ لینک :

د سرطان د تشخیص دلومړنی مرکز پرانیستل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دې مرکز په پرانستونکو مراسمو کې وویل چې د دې مرکز پر جوړولو او تجهیزولو لږترلږه یو ملیون ډالره لګښت شوی دی.


د ښاغلي فیروز په وینا دا مرکز به مرسته وکړي چې ګڼ شمېر افغان ناروغان د خپلو ناروغیو د تشخیص لپاره بهر ته سفر ونه کړي.
موږ عموماً له ناروغانو څخه نمونې د هغوی د سرطاني ناروغۍ د تشخیص لپاره بهر ته لېږو. زموږ یوه هیله دا وه چې یو داسې مرکز پرانیزو. لږترلږه لومړی یې يه کابل کې پرانیزو او بیا د افغانستان په ولایتونو کې چې د خلکو دې اساسي اړتیا ته ځواب وویلی شو.
په هیواد کې هر کال لږترلږه ۲۰ زره تنه په سرطان اخته کېږي چې نیمايي یې ژوند بایلي.

شریک یي کړئ!
ټکي

نوی خبرونه