برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 8 سپتامبر , 2019 لنډ لینک :

د خبریالانو ځورونه

آریانانیوز: له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» وایي، د افغان حکومت تر زنه لاندې د افغان خبریالانو ځورونه ورځ تربلې زیاتېږي؛ خو حکومت یې په وړاندې هيڅ ګام نه اخلي
نی وروسته له هغه حکومت د افغان خبریالانو په وړاندې په تاوتریخوالي تورنوي، چې څو ورځې وړاندې د سمنګان ولایت د مرستیال والي ساتونکو خبریالان په «مچانو» یاد کړل
په سمنګان ولایت کې د سیمای صلح په نوم د یوې سیمه ئیزې راډيو مسئول «اسماعیل سادات» وايي، وروسته له هغه چې د مرستیال والي ساتونکو خبریالان په مچانو یاد کړل ، دوی دا موضوع له مرستیال والي سره شریکه کړه؛ خو هغه د خپل ساتونکي له خبرو دفاع وکړه او ويې ویل « ستونزه په تاسو خبریالانو کې ده، په دې وروستیو کې د خبریالانو په جامه کې ځانمرګي بریدونه زیات شوي، زما ساتونکي ښه ویلي، تاسو خبریالان د مچانو په څېر هر لور ګرځی»
مرستیال والي ددې تر څنګ زیاته کړه، چې اصل توهین دادی، چې ستاسو په سر باندې د توپک میل مات شي
نی داسې مهال حکومت د خبریالانو په وړاندې په تاوتریخوالي تورنوي، چې حکومت وايي، رسنۍ ورته سره کرښه ده او هر اړخیزې همکارۍته یې تیار دي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه