برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خبریالانو د ملاتړ صندوق سره د ۱۵ ميلیون افغانیو مرسته

آریانانیوز: د خبریالانو د ملاتړ صندوق نن د جمهوررئیس محمداشرف غني، د جمهوري ریاست دویم مرستیال او د خبریالانو د ګډې کمېټې د غړو په حضور کې د جمهوررئیس د ۵ میلیون افغانیو شخصي او د حکومت له بودجې څخه د لس میلیون افغانیو په مرسته، د دویم ځل لپاره پرانیستل شو.


دغه مراسم چې په ارګ کې جوړ شوي وو، د هېواد جمهوررئیس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه، د حکومت له لوري دې اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ د مرستې کلنی میکانیزم ترتیب کړي.

جمهوررئیس د رسنیو له استازو وغوښتل چې د صندوق د ملاتړ لپاره خپلې غوښتنې او وړاندېزونه ترتیب کړي. هغه زیاته کړه، د صندوق او بیان آزادۍ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره به امکانات برابر شي.

د هېواد جمهوررئیس د رسنیو پر خاوندانو له دې امله په نیوکې کولو سره چې د کار قانون یې نه دی عملی کړی، له دوی یې وغوښتل چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق په احیا کې ونډه واخلي او د خپلو کارکوونکو بیمه په پام کې ونیسي. هغه د دې صندوق له لارې د رسنیو د شهیدانو کورنیو ته پر توجه او رسید ګۍ ټینګار وکړ.

جمهوررئیس په دې برخه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش او خبریالانو د ګډې کمېټې غړو د هڅو مننه او د دغې ورځې ځانګړې ستاینه وکړه وې ویل: زموږ اساسي قانون د بیان د ازادۍ، د ملت د وصلولو، د نظام او ولسواکۍ د اساساتو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

جمهوررئیس غني د خبریالانو ګډه کمېټه کډ کار لپاره بېلګه، هدفمنده او ارزښناکه وبلله او د دولت، رسنیو او خصوصي سکتور پر مشارکت یې ټینګار وکړ. هغه وړاندیز وکړ، د خبریالانو د شهیدانو لیست دې ترتیب او وړاندې شي، چې واټ او د ازادۍ څلی یې په نوم ونومول شي.

هغه د بیان ازادي د وګړو د حقوقو د تحکیم بنسټ او پراختیا وبلله وې ویل: حکومت د بیان ازادۍ سره په تضاد کې نه دی او رسنۍ هم باید خلکو ته ځواب ویونکې وي او له دیني علماو سره دې رغنده او ګټور بحثونه وکړي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د مثبتې او منفي ازادۍ ترمنځ باید تفکیک وي، ځکه مثبته ازادي خلکو ته زیان نه رسوي او منفي ازادي نور له خطر سره مواجهکوي. هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر تطبیق او د دولتي ادارو له خوا د دغه قانون پر مراعتولو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د جمهوري ریاست په ګډون د راتلونکو ټاکنو پر رونټیا او پر وخت ترسره کېدو ټینګار وکړ او هغه یې د قانون د حاکمیت اساس وباله. هغه په دغه پروسه کې دعامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو ونډه مهمه او ارزښتناکه وبلله.

د هېواد جمهوررئیس یوځل بیا په ټینګار وویل، دولت په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لري او باید د ټاکنو په ځانګړي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو پایلې د خلکو دباور وړ وي.

په دغو مراسمو کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش وویل: حکومت په وروستیو ۱۴ کلونو کې د بیان د ازادۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې او اطلاعاتو ته د لاسرسي اوسنی قانون په نړۍ کې لومړۍ مقام لري.

دغه راز د خبریالانو د ګډې کمېټې مرستیال ضیا بومیا او د کمېټې غړې فریدې نېکزاد له خبریالانو څخه د ملاتړ صندوق د احیا او پیاوړتیا له امله د جمهوررئیس ستاینه وکړه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي