برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو په بشپړه توګه بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي

د بښنې نړیوال سازمان په ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې دوه کاله شول، طالبانو د بشري حقونو په اړه کومې ژمنې نه دي پوره کړې.


دغه سازمان د بشري حقونو د سرغړونو پای ته رسول غواړي. او د افغانستان اتباعو ته یې د نجونو او ښځو پر حقونو، زده کړو او کار ته د لاسرسي او همدارنګه د بیان د ازادۍ پر حق ټینګار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له فعالېدو دوه کاله تېرېږي، چې دغې ډلې پر نجونو او ښځو ډېر بنديزونه لګولي دي.

اوس مهال طالبان نجونو او ښځو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي، پوهنتون او کار ته ولاړ شي.

په وروستیو دوو کلونو کې دغې ډلې تل مظاهره کوونکي ښځې نیولي دي.

 

شریک یي کړئ!