برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ ثور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکايي پلاوي سره د خبرو شپږم پړاو پای ته ورسېد

آریانانیوز: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي دي چې د خبرو دا پړاو په ټوله کې مثبت و او دواړو خواوو د یو بل نظریې په حوصله واورېدې.


په بیان کې پرته له دې چې پر جزیاتو رڼا واچول شي، ویل شوي چې په دې پړاو کې د تېرو خبرو پر جوړه شوې مسوده له بحث وروسته په ځینو برخو کې پرمختګ وشو، خو ځینې پاتې دي.
شاهین وايي، اوس به دواړه لوري د بل پړاو تر پیل پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي او د راتلونکي پړاو لپاره به تیاري نیسي.
د دې خبر د جوړېدو تر مهاله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو د چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي