برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دکمپاین ځواکونو دعملیاتو په ترڅ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ څخه تازه راپورنه وایې چې تیره شپه د کمپاین ځواکونو خوست ولایت صبریو ولسوالۍ د اصحیلو او خوني کلي کې عملیات کړې چې په ترڅ کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د سیمې اوسیدونکي وایې د کمپاین ځواکونو لومړی چاپه د شپې لس بجې د خوني په کلي کې د زاهدالدین ولد عجب دین په کور ووهله او زاهد یې په خپل کور کې وواژه. زاهد الدین په کلي کې د لرګیو کاروبار کولو.
دویمه چاپه یې د اصحیلو کلي کې د حافظ نبي ولد حودین حاجي په کور د شپې لس نیمې بجې ووهله او حافظ نبي یې هم ووژلو. حافظ نبي د دوبۍ مسافر وو او کور ته په رخصتیو راغلی وو.
د کمپاین عسکرو دوه موټر سایکل او دوه موټر هم سوځولي. چې موټر چې یو د مولوی عثمان وو او بل د کلام دین نومي کلیوال وو.
د کمپاین عسکر هغه ځانګړی ځواک دی چې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې میشت دي او د بهرنیو ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي، افغان دولت کنټرول نه ورباندي لري او قومانده، اسلحه او معاش مستقیماً د امریکایانو له طرفه ورکول کیږي. د کمپاین عسکر په هدفي وژنو او په کورونو کې د ملکیانو په وژلو تورن دي. خو د دوی د خپلو عملیاتو په اړه د افغانستان او نړیوالو رسنیو سره هیڅ کله معلومات نه دي شریک کړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي