برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :
آریانانیوز: حامد کرزي د کاج پر ښوونځي د برید د قربانیانو له کورنیو سره په کتنه کې وویل: د افغانستان ټول خلک د کابل په لویدیځ کې د شهیدانو په ویر کې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل په لویدیځ کې د کج پر ښوونځي د برید د قربانیانو له کورنیو سره وکتل او خپله خواخوږي یې څرګنده کړه.
کرزي پر خپل فیسبوک لیکلي: د افغانستان ټول ملت ستاسو په غم کې ځان شریک ګڼي او د دغو شهیدانو په خاطر په ماتم کې دي.
دا د افغانستان د یوه وتلي سیاسي شخصیت لومړۍ کتنه ده چې د کاج پر تعلیمي مرکز د برید د قربانیانو له کورنیو سره کوي.