برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ حمل , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانستان کې له ثبات پرته پاکستان کې امن نشي راتلای

آریانانیوز: د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي دي چې په افغانستان کې له امن پرته پاکستان کې امن نشي راتلی او د پاکستان په وضعيت د افغانستان امنيتي حالت اغيز لرلی شي.


عمران خان د پاکستان پلازمينې اسلام اباد کې رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي مونږ هم وايو او امريکا هم دا منلې ده چې په افغانستان کې د امن له راتلو پرته په پاکستان کې امن نشي راتلی او زياته کړې يې ده چې پاکستان د افغانستان په امن او سوله کې رول لرلی شي.
هغه له طالبانو سره د ملاقات په اړه وويل چې له طالبانو سره د ليدو او ملاقات په اړه نتيجې ته رسېدلي وو خو د کابل د حکومت د اعتراض او غبرګون له امله ملاقات لغوه شو.
نوموړي په افغانستان کې له طالبانو سره د مذاکراتو د پرمخ وړلو او ستونزو د حل په اړه ويلي دي چې په افغانستان کې د لنډ مهاله او بې طرفه حکومت له راتلو سره شونې ده چې طالبان هم افغان لوري سره مذاکراتو ته تيار شي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې له تيرو څو مياشتو راهيسې چې له طالبانو سره د مذاکراتو هلې ځلې پيل شوي دي؛ پاکستان د افغانستان د سولې او مذاکراتو په اړه څرګندونې کوي چې د افغان حکومت له غبرګونونه سره مخ کيږي.
تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ويلي وو چې دا هيواد د افغانستان په سوله کې مهم رول لري او په افغانستان کې د مذاکراتو او سولې د پرمختګونو ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې هم عمران خان ويلي وو چې ژر به په افغانستان کې ارامي او ښه نظام راشي چې د افغانستان حکومت دا ډول څرګندونې د هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې وه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي