برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غني درې کاله وړاندې روغتیایي کمپلکس دویم ځل لپاره افتتاح کړ

محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر پر مهال د دې ولایت په مرکز کې یو روغتيايي مرکز دویم ځل افتتاح کړ.


ډاکټر غني هغه روغتيايي مرکز چې دا ځل يې زربستریز معرفي کړ، افتتاح کړ چې درې کاله وړاندې يې د عامې روغتيا وزیر فیروزالدین فیروز د بنسټ ډبره اېښې وه.
په دې افتتاح کې چې پخپله داکټر فیروزالدین فیروز هم شامل و، هغه پخپله هم د دویم ځل لپاره په ګلونو کې نغښتې خښته پر ځمکه کېښوده.
د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکو له دوی مننه وکړه او دا يې په ختیځ زون کې لوی ګام یاد کړ.
د ننګرهار د عامې روغتيا رییس ډاکټر نجیب الله کمال وویل چې دا روغتون به په څلورو برخو کې د زرو بسترو وړتیا ولري، خو ويې نه ویل چې له تېرو دریو کلونو راهیسې پرې ولې کار نه دی شوی.
دغه روغتون د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ کې هم په دوه سوه جریبه ځمکه کې هغه مهال د عامې روغتیا د وزیر له لوري افتتاح شو، چې ټول لګښت يې یوولس اعشاریه پنځه میلیونه ډالره یاد شوی و.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي