آریانانیوز: د هالنډ د اوترخت ښار په يوه ټرم يا برښنايي رېل ګاډي کې د ډزو په نتيجه کې لږترلږه يو تن وژل شوى او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
پوليسو ويلي چې د پېښې انګېزه ښايي ترورېستي وي.
د اوترخت پوليسو په ټویټر کې ليکلي:
د ښار په يوه ټرم کې دغو ډزو ګڼ کسان ټپيان کړي، سيمه کلابنده شوې او پېښه څېړل کېږي.
د پوليسو په پيغام کې ويل شوي چې سيمې ته څرخي الوتکې د مرستې لپاره لېږل شوې دي.
د هالنډ صدراعظم مارک روټي د دې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.