برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ګواښونو له امله د پيغمبر عليه السلام په شان کې د کارټونونو سيالۍ لغوه کیدل

آریانانیوز: په هالنډ کې د پارلماني وکيل ګيرټ وايلډر له لوري د پيغمبر عليه السلام په شان د توهينوونکو کارټونو اعلان شوې سيالي وروسته تر هغه لغوه اعلان شوه، چې دغه وکيل رسنيو ته وويل، چې د دغو سياليو له امله ورته ګواښونه شوي او ژوند يې له ګواښ سره مخ دی.


ګيريټ وايلډر تېره شپه ناوخته په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې «د اسلامي سخت دريځو د بريدونو د وېرې له امله ما پرېکړه وکړه، چې دغه سيالي لغوه اعلان کړم.»
ګيريټ وايلډر اعلان کړی و، چې د روان کال په نومبر به کې د پيغمبر عليه السلام په شان کې د سپوونکی کارټون سيالۍ جوړه کړي، چې له دوو سوو زياتو کارټونيسټانو به په کې ګډون کاو او ګټونکي ته يې لس زره ډالره جایزه
د دغې سيالۍ له اعلان وروسته د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټولې اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه تر سترګو شول او په پاکستان کې يو شمېر مذهبي ګوندونو د دغو سياليو پر ضد د پراخو لاريونونو اعلان وکړ او له حکومته يې وغوښتل، چې د هالنډ سفير له هېواده وشړي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم وړمه ورځ د دغه هېواد د مشرانو جرګې ته ويلي و، چې د پيغمبر عليه السلام په شان د دغه ډول توهينوونکو ګامونو په اخيستو د نړۍ د وګړو او ټولنو ترمنځ کرکه او نفرت زياتيږي او لويديځوال نه پوهيږي، چې مسلمانان له خپل پيغمبر عليه السلام سره څومره مينه لري.
طالبانو هم د هالنډي وکيل دغه ګام غندلی او خپل جنګياليو ته يې امر کړی، چې په افغانستان کې پر هالنډي پوځيانو بريدونه وکړي
طالبانو له دولتي عسکرو هم غوښتي، چې يا په خپله پر هالنډي پوځيانو بريد وکړي او يا هم دوی ته لاره ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي