برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هالنډي سیاستوال له خواد محمد (ص) د کارتون کښلو اعلان کړې سیالي لغوه

آریانانیوز: په نړۍ کې د مسلمانانو له پراخو اعتراضونو وروسته ‏هالنډي سیاستوال د محمد (ص) د کارتون کښلو اعلان کړې سیالي لغوه کړه.



د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص پر وړاندې د بې حرمتۍ د کاريکاتور دغه سیالي د هالنډ هېواد د پارلمان د یو غړي ګریټ ویلډرز له خوا اعلان شوې ده.
نوموړي د وږي په ٨مه وويل چې بې ګناه خلکو ته د زيات خطر په اساس يې دغه سيالي لغوه کړې ده .
ويلډرز چې د اسلام له سرسختو منتقدينو څخه دى په يوه اعلاميه کې ويلي چې هيڅکله به د اسلام پرضد له خپلې شخصي مبارزې څخه لاس په سر نه شي.
ده ويلي چې د اسلام د ستر پيغمبر د کارتون کښلو سيالۍ زيات خطر بې ګناه وګړو ته دى او پر هالنډ يې د حملو احتمال زيات کړى، نو له همدې امله يې دغه سيالي لغوه کړه .
هالنډ د هغه کس د نيولو خبر ورکړى چې هوډ يې درلود پر ګريټ ويلډرز بريد وکړي
اسلامي نړۍ ددغې سيالۍ پروړاندې پراخ غبرګون وښود او يو شمېر هېوادونو د هالنډ سفيران هم احضار او ددغې سيالۍ د لغوه کېدو غوښتنه يې ترې وکړه .
له دې مخکې د افغانستان حکومت هم له هالنډ څخه غوښتي و چې ددغې سيالۍ مخه ونيسي
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر په هغې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د توهین کوونکو انځورونو د جوړېدو او خپرېدو د سیالۍ په اړه د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سټیف بلاک سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
سرچینې لیکلي چې رباني سپېڅلو بشري ارزښتونو ته بې حرمتي د منل شوو اخلاقي معیارونو او بیان ازادۍ خلاف وګڼل او د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر یې وغوښتل چې د دې سناریو درولو لپاره چې په ټوله نړۍ کې د شاوخوا یونیم میلیون مسلمانانو د سپېڅلو احساساتو پارېدو لامل ګرځي، د توان تر حده هڅه وکړي.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له دې موضوع سره هېڅ اړیکه نه لري او هڅه به وکړي چې د هېواد د قانون په چوکاټ کې وکولای شي د دې پېښې پر وړاندې غبرګون وښيي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي