برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په ایټالیا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر

آریانانیوز: درسنیوپه راپور دایټالیا حکومت بیګا په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د وژونکو قربانیانو شمیر ۳۴تنهاعلان کړی او وئیلي ئې دي،تر دې ډمه په دغه هیواد کې په دغه ویروس دککړو کسانو شمیر هم کابو یو زر شپږ سوه تنو ته رسیدلی چې په هغو کې په درملنې کې ۸۳کسان ژغورل شوي هم دي .
له دې مخکې دایټالیا حکومتي چارواکو دقربانیانو شمیر ۲۱تنه اعلان کړی ؤ.راپور ښئ کرونا ویروس په ایټالیا کې هم په چټکۍ سره په خوریدا دی او حکومتي اورګانونو د ایټالیا په شمال کې یو شمیر ښارونه قرنطینه کړي دي او دایټالیا په شمالي ښارونو کې درست پوهنتونونه ، میوزیمونه ، سینماګانې او ښونځي تړل شوي دي .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي