آریانانیوز: عبدالملک بدرالدين الحوثي د يمن ملت او اسلامي امت ته د قربانۍ د اختر د مبارکۍ په ويلو سره د خپل هېواد له خلقو په تېره بيا د دغه.
هېواد لويديځې غاړې له اوسېدونکو وغوښتل د قربانۍ د نېکمرغه اختر په ورځو کښې مبارزه هېره نه کړي او د جنګ په محاذونو کښې دې شتون ولري.
د يمن د انصارالله مشر واضحه کړه، لويديځه غاړه د دښمنانو د ماتې او ناکاميو په مېدان بدله شوې ده.
عبدالملک الحوثي همدارنګ د يمن د ملت او د اسلامي امت لپاره د کاميابۍ او بريا دعا وکړ او له پاک ربه يې وغوښتل له سعودي رژيم څخه دې چې په ظلم او ستم سره د يمن مسلمان ملت د خج د فريضې له ادا کولو بې برخې کړي دي انتقام واخلي.