برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دپاکستان د پوځیانو روزنه

آریانانیوز: د روسیې او دپاکستان ترمینځ د لاسلیک شوی موافقې پراساس د پاکستان پوځی افسرانو ته به د روسیې په پوځی اکیډمیو کښې روزنه ورکړل شی.


داپه داسې حال کښې دی چې له امریکا سره د پاکستان اړیکې خړې پړې شوی دی.
د روسیې او دپاکستان ترمینځ موافقه چې تیره اونۍ د روسیې د دفاع وزیر مرستیال ډګروال جنرال السکاندر فومین اسلام اباد ته په سفر کښې لاسلیک شوی وه په داسې حال کښې ده چې رسنیو راپور ورکړ امریکا په خپل هیواد کښې د پاکستان عسکرو ته د روزنې د ورکولو لپاره مالی مرسته بنده کړی ده .
دپاکستان دمشرانو جرګې یوه(۱) غړی مشاهد حسین دامریکا دغه اقدام غلط او اپوټه نتیجه ورکونکی بللی دی .
مشاهد حسین چې د مشرانو جرګې سینا د بهرنیو چارو دکمیټۍ مشر هم دی وویل امریکا د ناکامه بهرنی سیاست په وسیله د تیر وخت غلطیانې تکراروی او په تنګ نظره بندیزونو سره له پاکستان سره زور وینه کوی او تر اسلام اباد تر دباو لاندې راولی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي