برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دحضرت یوسف علیه السلام پر مزارباندی دصهیونیسټانو برید

آریانانیوز: په لسګونو صهیونیسټ ښارګی میشته خلکو داسرائیلو دعسکرو په ملاتړ سره د نابلس په ختیځ کښې د حضرت یوسف علیه السلام په مزار حمله وکړه.


په لویدیځې غاړې کښې پروت په نابلس ښار کښې د حضرت یوسف علیه السلام په مزار د صهیونیسټ ښارګی میشته خلکو له ننی تیری وروسته فلسطینیانو له ښارګی میشته خلکو سره مقابله پیل کړه او له هغوې سره یې نښته وکړه .
په دغه نښتې کښې صهیونیسټ نیواکګرانو په فلسطینیانو ډزې وکړې او اوښلن ګازونه یې ورباندې وشیندل او له کبله یې دوه(۲) فلسطینیان ژوبل او په لسګونو نور د سا د اخیستلو له مشکل سره مخ شول .
بلې خوا په سلګونو صهیونیسټ ښارګی میشته خلکو په یوه (۱)سپکونکی اقدام کښې د الاقصی جومات په انګڼ یرغل سره داسلام ضد شعارونه ورکړل .

شریک یي کړئ!