برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 22 جولای , 2018 لنډ لینک :

د صهيوېسټ رزيم په پارلېمان کښې د «يهود هېواد» تصويبېدا

آریانانیوز:د حماس وياند فوزي برهوم وويل: د يهود هېواد تش په نامه قانون په خپل زمکه کښې د فلسطينيانو موجودګي او د هغوي تاريخي حق په خطر کښې اچوي او د فلسطيني ټاټوبي په څرګنده د مصادره کولو او غصب کولو سبب کيږي.


برهوم د دې په بيانولو سره چې که د فلسطيني ملت په خلاف د صهيونېست رژيم له جنايتونو څخه د امريکې نامحدوده ملاتړ او د سيمې د هېوادونو خاموشي نه وې نو هيڅکله داسې موارد نه شول تصويبېدې زياته کړه، دغه مصوبه په کلي توګه باطله ده او د فلسطين ملت هم هغه شان د دغه ټابولي مالک ؤ او وي به.
د فلسطين د ازادي بخښونکي تنظيم ساف د اجرائي کمېټۍ مشر صائب عريقات هم وويلو دغه قانون د هغه استعماري ميراث دوام دے چې د نژادي پاکسازۍ په بنياد جوړ دے او دغه قانون قصداً د يو تاريخي ټاټوبي د اصلي اوسېدونکو په حقوقو سترګې پټول دي.
د فلسطين اسلامي جهاد تنظيم لوړ رتبه غړي يوسف الحساينه هم وويل، د اسرائيلي پارلېمان د نوې مصوبې له مخې د اسرائيلو سياست په ۱۹۴۸ کال د په نيواکي زمکو کښې د فلسطينيانو تباهي په ځان پسې لري چې له دغې خطرناکې دسيسې سره د مقابلې لپاره د کورنيو او سيمه ايزو هلو ځلو وحدت ته ضرورت لري.
صهيونېسټ رژيم نن د يهود هېواد نومې لائحه چې ټول نيواکي فلسطين يې يوازې د صهيونېسټانو لپاره ټاټوبے اعلانوي او د فلسطينيان له خپلو ټولو مدني او انساني حقوقو څخه محروموي پهع ۶۲ موافقو، ۵۵ مخالفو او دوو ممتنعو رايو سره تصويب شوه.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه