آریانانیوز: د سوریې د قنیطره ولایت په« تل الشعار» سیمه کښې د پوځ په مرکز د صهیونیسټ رژیم په بیګا توغندوی برید کښې یو حکومتی عسکر مړ او څو نور ژوبل شول.
ځینې خبرونه وایی چې د صهیونیسټ رژیم په دغه حملې کښې د سوریې د پوځ یو پوځی ګاډی هم تباه شوی .
ملګروملتونو ته د سوریې د حکومت له بیا بیا شکایتونو سره سره څو کاله کیږی چې صهیونیسټ رژیم له کوم دلیل پرته د سوریې په داخل کښې په یوشمیر سیمو هوایی توغندوی حملې کوی او توپونو ډزې هم کوی .