برخه -څانګه : social, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د ویوو کمپنۍ نوی مبایل چې لس جي بي ریم لري وړاندې کوي

په تېره نیزدې کې د مبایل کمپنیانو یو له بل څخه د وړاندي والي لپاره په خپلو نویو مبایلونو کې حیرانونکي پرمختګونه کوي.
د سامسنګ ګلیکسي ایس ۹ او ایس ۹ پلس نویو ځانګړنو ترڅنګ هوواوې مبایل د شا خواته درې کامرې لرونکی مبایل وړاندې کوي، اوس ویوو VIVO کمپنۍ غواړي لس جي بي وړتیا لرونکی ځیرک مبایل وړاندې کړي، دا به په انډرایډ سیستم مبایلونو کې په لومړي ځل ستر ریم وړاندې لرونکی مبایل شي.
دغه مبایل چې Xplay7 VIVOنومیږي، په ځیرک مبایلونو کې لومړی ځل دی چې د لس جي بي ریم وړتیا لري، او همدا ډول یو شمېر نورې ځانګړتیاوې هم لري.
د نورو ځانګړتیاو څخه یې چې دغه مبایل د سنیپ ډراګون ۸۴۵ پراسیسر، د ۵۱۲ او ۲۵۶ جي بي داخلي حافظه (Storage)، او د سکرین په نیمایي لاندې برخه کې فینګر پرینټ لري (مطلب د سکرین په لاندینۍ نیمايي برخه که هر ځای ګوته کیږدئ فینګر پرینټ لري)، او د سکرین ۹۳ سلنه برخه یې ټچ ده، او د مخ کولپ (فیس انلاک) هم لري.
دغه مبایل ۶.۴ انچه سکرین OLED ډیسپلی لري، همدا ډول شا خوا ته دوه کامرې لري چې څلور ایکس زووم ورکړل شوی، چې شاید د مخ یا سیلفي کامره یې ۸ میګا پیکسله وي.
د مبایل په اړه نور تفصیلات نه دي وړاندې شوي، خو ویل کیږي چې دغه مبایل به ۵۰۰ ډالره بیه ولري، او ددې کال ۲۰۱۸م په پای کې به خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي